ادب

پردي توپونه به غړومبیږي د قیامت تر ورځي

پردي توپونه به غړومبیږي د قیامت تر ورځي

جهان به وي، قانون به وي، زړه د انسان به نه وي

د سورلنډیو انګولا به پښتانه بیروي

د وینو جوش، د توري شرنګ،غږ د افغان به نه وي

د پښتنو درنې جرګې به تر وړۍ سپکي شي

قام به راټول سي، پاچاخان او صمد خان به نه وي

شمعه به واخلي فاتحه د جهاني د نظم

ساقي به وي، خُم به خالي وي، میخواران به نه وي

عبدالباري جهاني

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.