اسلام

ولې باید صدقه وکړو؟

له اړمنو سره مرسته کول د هر مسلمان ورور ایماني او اسلامي مسولیت دی. یو وخت یوه اصحابي حضرت محمد(ص) ته وویل: کله چې یو سوالګر زما د کور دروازه وټکوي او زه د کوم څه د ورکولو تکل وکړم، نو په کور کې هیڅ شی هم نشم موندلای. بیا حضرت محمد(ص) ورته وفرمایل: ستاسې مسلمان ورور ته مسکا کول هم صدقه ده. منظور دا چې که کوم ورور ته خیر نشو رسولای نو کم تر کمه خو یوه ښه رویه ورسره کولای شو.

بل ځای حضرت محمد(ص) په یو حدیث کې موږ ته لارښوونه کړې ده، چې تر هغه کامل مومن نشئ کیدلای تر څو کوم شیان چې د ځان لپاره خوښوئ هغه خپل مسلمان ورور ته هم خوښ نکړئ. او همدارنګه برعکس کوم څه چې د ځان لپاره نه خوښوئ هغه د بل مسلمان ورور لپاره هم خوښ نکړئ.

په یو بل حدیث شریف کې حضرت محمد مصطفی (ص) موږ ته د مسلمانانو بیلګه د یوه بدن په شان ښیې او وایي: د مسلمانانو مثال لکه د یو بدن د غړو په شان دی، کله چې یو غړی په درد وي، نو ټول بدن ورڅخه کړیږي او بې خوبه وي. او یا هم فرمایي د دوی مثال داسې دی لکه یو بدن کله چې سترګه درد کوي، نو ټول سر ورسره درد کوي او کله چې سر درد کوي نو ټول بدن ورسره په عذاب وي. یو بل ځان بیا د مسلمانانو جوړښت له کلا سره تشبه کوي او وایي: مسلمانان داسې دي، لکه یوه کلا او راوي وايي، چې په دغه وخت کې یې د دواړو لاسونو ګوتې محکمې په یو بل کې ورکړي او دغه خبره یې وکړه.

په پایله کې باید خپلې خبرې ته راشم او هغه دا چې په دا وروستیو وختونو کې د جنګونو او نورو ناخوالو له امله د هیواد په مختلفو سیمو کې خلک مالي او ځاني زیان لیدلی دی، نو زموږ ټولو مسلمانانو ستر مسولیت دی، چې تر خپله وس او توان پورې د دغو خلکو لاسنیوی وکړو. موږ باید یواځې دولت او مرستندویه موسساتو ته په تمه نه شو، ځکه که موږ دا مرسته ونکړو، نو بیا زموږ مسلماني او ایماني مسولیت څنګه شو؟! تاسې په تبوک او نورو غزاګانو کې د اصحابو کرامو ریښتینولي او صداقت وګورئ؛ خپله به شهادت ته نږدې وو، خو د اوبو ډک ګیلاس به یې خپل غازي ورور ته ډالۍ کاوه او هغه به بل ته، تر څو چې ټول به له شدیدې تندې او ګرمۍ څخه په شهادت ورسیدل.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.