ډلیزې سیالۍ

د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده

.په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

لومړی بېټنګ افغانستان وکړ چې د ۱۳۱ منډو له جوړېدو سره‌یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. په ځواب کې زېمبابوې ۱۳۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.
دا ټېسټ لوبه نن سهار په ابوظبي کې د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوه. پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او د بېټنګ پرېکړه‌یې وکړه.د افغانستان په لوبډله کې څلور نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی، د سر لوبغاړی عبدالملک، د منځ بټسمین منیر احمد او ورو توپ اچوونکی عبدالواسع د راشد خان پر ځای لوبېږي. د راشد خان لاس ټپي شوی دی.
تمه ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۰مه د ابوظبي پر همدې لوبغالي کې وشي.


تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.