طب

څنګه کولای شو خپل پښتورګي روغ وساتو؟

ولي زيات خلک له یادې ناروغى کړيږي؟

بډوډي ياپښتورګي دپوښتيو
پواسطه ساتل شوي دي. دويني فلټر او صفا کول يي له دندو څخه شمیرل کیږي.

لاندي هغه فعاليتونه اوناوړه عادتونه دي چي دپښتورګو
د تخريب لامل ګرځي، چي هر لامل يي بيل دلايل او توضيحات لري:

1
- لومړي خطرناک لامل يي دشکري لوړوالي او نه کنټرول دی.
2
لوړ فشار او نه کنټرول يي.
3
- له ادرارو ډکه مثانه ژر نه تخليه کول.
4
- د درد ضد يا NSAID درملو زيات او دوامداره استعمال هم د بډوډو د تخريب او دندي د پریښودلو لامل ګرځي.
5
- کمې اوبه څښل چي دلته اوبه په چټلو ویالو کي د موادو او چټليو د وړلو سره شباهت لري.
6
د خوب کموالی د پښتورګو وظيفوي لوډ زياتوي.
7
– د شپې لخوا د خوب پر وخت زيات مايعات څښل.
8
د عادي انتاناتو نه کنترول او درملنه، چي پايله يي التهاب دی.
9
- زيات پروټيني خوراکونه استعمالول لکه سره غوښه او هکۍ د بډوډو د تخريب او ډبرو لامل ګرځي چي ادارار تيزابي کوي. د امونيا او نايتروجني زهرياتو لوړه سويه او د يوريک اسيد زيات جوړيدل هم د بډوډو د لوړ فلټريشن ډبرو جوړيدو او د دغه غړي د تخريب سبب ګرځي.
10
- زياته مالګه استعمالول.
11
لوړ وزن او د بوري زيات استعمال. د ويني د غوړو لوړوالی د شکرې لپاره خطري فکتور دی، چې له امله یې د پښتورګو د تخريب سبب ګرځي.
12
- زيات، بې اندازې، خودسرانه درمل استعمالول، چې داهم 90% د بډوډو له لارې اطراح کيږي.
13
د دوامداره او زياتو قوي غذاګانو استعمال چي د پروټين، کلسيم،Na فاسفورس، ګزاليټ او قندونو څخه غني وي.
14
- اکثريت کسان د ډاکتر بي مشورې د تقويي درمل او ويټامنونه زيات استعمالوي، که څه هم ددغه کس په وينه کي يي سويه پوره وي، خصو صاًد ADEK ويټامنو او کلسيم زيات استعمال د پښتورګو د ډبرو جوړيدل زياتوي.
15
- تور چای اوهغه غذاګانې زيات استعمالول چي اوګزاليت، يوريک اسيډ اوکلسيم څخه غني وي.
16
- بلاخره اوسنيو څيړونو د پښتورګو د تخريب يو لامل د تمرين او فعاليت کموالي ښودلی دی.

د
پښتورګو د ناروغيو او ډبرو د مخنيوي لپاره لارې چارې



1
- پورته ناوړه عادتونه اصلاح کول.
2
- تل هره ورځ د 2_3 ليټره اوبه څښل به ستاسو پښتورګي روغ وساتي.
3
- د خوراک موازينه ساتل، هره ورځ بيل بيل خوراک کول. مناسبه اندازه او کم خوراک کول له لومړيتوبونو څخه دي.
4
- هره ورځ يو ليمو په اوبو کي څښل ګټور دی.
5
– د غذاګاوو په پرتله ميوه جات زیات استعمال بهتره دي، چي له جملي څخه يي خرما، انار، هندواڼه، انګور، هوږه،پياز او کرم استعمال ګټور دي.
6
- سګريټ او الکول پریښودل.
7
د شوګر سويه بايد چيک او کنټرول وساتل شي.
8
- پښتورګي بايد هر کال اړونده ډاکتر ته ښکاره کړو.
9
- ناروغ پښتورګي بايدپه 6-5 مياشتو کي معاينه کړو. .

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

ډاکټر محمد هاشم مجددي

ډاکټر محمد هاشم مجددي د هیواد یو تکړه او ایمانداره ډاکټر دی، چې تل یې د خوار او ځوریدلي اولس لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې کړي دي.