طب

لومړۍ برخه: په نارینه کې د سپرمو ګمښت او پر ژوند یې اغیز

سپرم یا مني د بدن ژوندي حجرات دي، د نارینه په خُصیه یا هګۍ کې جوړیږي او پنځوس فیصده د انسان پر تولید کې ونډه لري.

که چرته یې شمیر له ټاکلې حده کمه شي ددې ترڅنګ چې د تولد او تناسل پروسه له مشکل سره مخ کوي؛د نورو ‌‌‌‌‌‌ډیرو رواني ستونزو لپاره د منځ ته راتګ عامل ګرځي او حتی په ‌‌‌‌‌‌ډیرو ټولنو کې د مشترک ژوند د خاتمې سبب ګرځي. تر ټولو ناوړه اثر یې د راروان ژوند پر وړاندې ناهیلیتوب او د بې باورۍ سبب ګرځي.

 

سوال دا دی چې ولې موسپرم یا مني کمیږي؟

کوم کارونه او عادات مو د سپرم له کمښت سره مخ کوي؟

مخنیوی او درملنه یې څنګه کولی شو؟

 د سپرمو د کمښت اصلي لاملونه؛

۱-د خُصیو یا هګیو ناروغي؛له یوه عادي انفکش تر سرطانونو پورې د سپرم د کمبود او نشتون سبب ګرځي.

۲-په ‌‌‌‌‌‌ډیره ګرمه هوا کې دوامداره شاقه کارونه.

۳-د ‌‌‌‌‌‌ډیرو تنګو چوتیو یا نیکرونو اغوستل.

۴-له الکولي مشروباتو لکه بیر او شرابو تر ټولو دخنیاتو پورې د سپرم د کمبږد سبب ګرځي.

۵-رواني ستونزې او دوامداره اندیښنې.

۶-د ورزش نه کول او په مقابل کې نامتوازنه خواړه خوړل لکه فسټ فو‌‌‌‌‌‌ډز.

۷-د میوجاتو اوسبزیجاتو نه خوړل او یا هم ‌‌‌‌‌‌ډیر کم خوړل.

۸-په ارثي‌‌‌‌‌‌ډول د سپرمو کمبود.

۹-په بدن کې د دوامداره ناروغیو شتون لکه شکر،‌د وینې لوړ فشار،سرطانونه.

۱۰-د ځینو درملو بد تاثیرات هم د لنډې‌‌‌ مودې لپاره سپرم له کمښت سره مخ کوي.

 

د سپرمو کمښت هغه وخت په بشپړه توګه د درملنې وړ ده چې د کمبود اصلي عوامل یې پیدا او درملنه یې وشي.

د سپرمو کمبود ددې ترڅنګ چې نورې ‌‌‌‌‌‌ډیر روانې ناروغۍ زیږولی شي، پر جنسي ځواک هم بده اغیزه لري له ژر انزال تر مقابل جنس ته د کمي پاملرنې سبب ګرځي.

دسپرمو کمښت په ‌‌‌‌‌‌ډیره لنډه موده کې د درملنې وړ ده خو پدې شرط جې د کمښت اصلي علت یې تشخیص او درملنه یې وشي.

یادونه: د انسان په تولید کې ښځمنې فقط نیمه ونډه لري که کومه جوړه دبې اولادۍ له ناروغۍ سره مخ وي نو دواړه باید خپل اړوند تشخیصیه معاینات وکړي ترڅو د درملنې لپاره جنسیت وټاکو او د درملنې پر ګډون یې د درملني تدابیر ونیول شي.

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

ډاکټر محمد هاشم مجددي

ډاکټر محمد هاشم مجددي د هیواد یو تکړه او ایمانداره ډاکټر دی، چې تل یې د خوار او ځوریدلي اولس لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې کړي دي.