طب

د کوروالې په اړه ځینې خپاره شوې ناسم باورونه

ځینې خلک پر دې باور دي، چې پر پوست د نارینه مني موښل د پوستکي د تازه توب او ښکلا لامل کیږي، کوم چې ناسم نظر دی. ځکه چې مني یواځې په خپل ځان کې قوي مواد لري، کوم چې سپرم ژوندي ساتي او په مستقیم ډول پر پوستکي کوم ځانګړی اثر نه لري.

د افغان پرمختګ خبري او مالوماتي ویب پاڼې د مالوماتو پر بنسیټ، جنسي اړیکي د یوې سالمې کورنۍ اړیکي مهمه برخه ګڼل کیږي. مګر نن ورځ د جنسي اړیکې په اړه ځینې ناسم نظرونه خپاره شوي دي، چې ځینې وخت له حقیقت څخه بیلول بیخي ناشونی کار بلل کیږي، موږ تاسې ته ځینې هغه ناسم نظرونه بیانوو، چې علمي بنسیت نه لري.

اصلي موضوع داده، چې تر جنسي اړیکې پورې اړوند حقیقتونه یو له مهمو کارونو څخه ګڼل کیږي، ځکه چې ددې په واسطه نه یواځې خاوند او میرمن د خپل صحت په اړه کوښښ کوي، بلکي له دې لارې دوی کولای شي یوه کیفیت لرونکي اړیکه تنظیم کړي  او پریکړه وکړي، چې د کومو شیانو په نظر کې نیولو سره په خپله اړیکه کې هوسا واوسي. په کلي ډول هر څومره چې د کوروالې په اړه زیات مالومات ولرئ، په همغه اندازه کولای شئ، ښې او سالمې پریکړې وکړي، تر څو خپل جنسي صحت تضمین کړئ.

موږ په دې مقاله کې چې تاسې یې اوس د لوستلو په حال کې یاست، د کوروالې اړوند ځینې هغه ناسم بارونه روښانه کوو، چې د خلکو په منځ کې خپار شوي دي.

ښځې د حیض په موده کې نه اومیندوارې کیږي

دا یو ناسم نظر دی، چې ښځې په حیض کې نه اومیندوارې کیږي. ځکه سپرم کولاش شي، تر ۷ ورځو پورې په بدن کې ژوندي و اوسیږي، نو له همدې امله که یوه هګۍ له حیض یوه اونۍ وروسته هم تکمیل شي د القاح شونتیا یې شته ده.

د خولې اړیکه د باردارۍ لامل ګرځي

ځنیې خلک پر دې نظر دی، چې د خولې له لارې اړیکه کیدلای شي د اومیندوارۍ لامل شي، په داسې حال کې چې دا یو ناسم نظر دی. ځکه منی د خولې له لارې بدن ته داخلیدل د اومیندوارۍ لامل نشي کیدلای.

د خولې اړیکه د جنسي عفونیت لامل نه ګرځي

هر څه چې اسلام ناسم ګڼلي په هغه کې ستر مصلحت شتون لري. اسلام دغه عمل یو ناسم او له فطرت لیرې عمل ښودلی دی، نو دا عمل باید تر سره نه شي. یواځې د جنسي غړو دخول د عفونیت لامل نه کیږي، بلکې د خولې له لارې هم کیدلای شي، زیات عفونیتونه انتقال شي.

که چیرې له انزال مخکې خپل غړی وباسې نو د امیندواري مخه نیول کیږي

دا یو ناسم باور دی، ځکه له مني مخکې هم چې کوم مواد له نارینه وځي، پر هغو ترسره شوې معایناتو ښودلې ده، چې کافي اندازه سپرم لري او هغمدغه د اومیندوارۍ لامل ګرځي.

د جنسي اړیکي ځینې حالات له اومیندوارۍ د مخنیوي لامل ګرځي

د یادولو وړ ده، چې د اومیندوارۍ لپاره یوه سپرم او هګۍ ته اړتیا ده، دا مهمه نده، چې سپرم په کومه طریقه او څه ډول بدن ته داخل شي. له همدې امله له اومیندوارۍ  څخه د مخنیوي لپاره کوم ځانګړی پوزیشن شتون نه لري. په هره تګلاره، چې سپرم رحم ته ورسیږي، د اومیندوارۍ لامل کیدلای شي.

کانډوم د بیا کارولو لپاره د مینځلو وړ دي

دا خبره ناسمه، چې کانډوم له منځلو وروسته د بیا کارولو وړ دي. ځکه د جنسي اړیکي پر مهال د کانډوم جوړښتونه کمزوري کیږي او د بیا کارولو پر مهال د پرې کیدلو خطر لري. همدا کار ډيری وخت د باردارۍ لامل کیږي، نو یو کانډوم باید له یو ځل زیات ونه کارول شي.

د ښځو جنسي شهوت د نارینو 7 برابره دی

دا هم د جنسي ناسمو خپرو شویو مالوماتو څخه ګڼل کیږي. ځکه موږ باید پوه شو، چې دا معیار پر کوم بنسیټ ټاکل شوی دی. همدارنګه لکه څرنګه، چې ښکاره ده، جنسي شهوت له یوه شخص څخه تر بل پورې توپیر لري. کیدای شي، یو شخص زیات جنسي شهوت او بل بیا کم ولري. له بلې خوا کیدای شي، ځینې لاملونه د جنسي شهوت د زیاتوالي او کموالي وسیله شي. نو له همدې امله دا نظر کاملا ناسم دی، چې د ښځې جنسي شهوت د نارینه اووه برابره دی.

د مني مایع د پوست لپاره ګټور دي

ځینې پر دې نظر دی، چې پر پوست د مني موښل ددې لامل کیږي، چې پوست تازه او ښایسته شي، خو په اصل کې دا خبره کاملا ناسمه ده. ځکه مني یواځې د قوي موادو لرونکي دي، چې د سپرمو ساتونکي دي او په مستقیم ډول پر پوستکي اثر نه لري.

مقعدي اړیکه د کوناټو د لویوالي لامل ګرځي

دا هم یو ناسم خپور شوی نظر دی، چې په حقیقت کې هیڅ علمي بنسیټ نه لري. لکه څرنګه چې لواطت د اسلام له نظره هم ملعون او منفور کار دی، نو له دا ډول کړنو باید ځانونه وساتو، ځکه چې دا کار تر ګټې څو چنده صحي تاوانونه لري.

ښځې د کوروالې پر مهال له درد څخه خوند اخلي

هر هغه نارینه او ښځینه، چې له رواني لحاظه سالم وي، د جنسي اړیکي پر مهال له درد خوند نه اخلي. که چیرې یو څوک د جنسي کړنې پر مهال د خپل شریک له درد څخه خوند اخستل د یو ډول رواني ستونزې له امله رامنځته کیږي، چې سادیسم، مازوخیزم او یا څرخیدونکي اختلال بلل کیږي. یا هم کیدای شي، د دغه دواړو ناروغیو ګډوله چې په یو وخت کې رامنځته کیږي له امله وي.

له موټ څخه کار اخستل د زنخدان او د سترګو د ننوتلو لامل کیږي

موټ وهل په لیدلو، زنخدان او د سترګو لاندې شینوالي باندې هیڅ اثر نه لري. ځکه دغه کړنې د سایکولوجیکو ناروغیو له امله رامنځته کیږي نه د فیزیولوجیکو ناروغیو څخه. خو که یو څوک پر موټ وهلو روږدی وي، نو کیدای شي، په جسمي او ارواهي مشکلاتو اخته شي.

باکره نجلۍ نه اومیندواره کیږي

باکره اوسیدل له نه اومیندوارۍ سره کومه اړیکه نه لري. ځکه که چیرې سپرم د بکارت له پردې په هر صورت سره تیر شي او تخمه القاح کړي د اومیندوارۍ لامل کیدلای شي.

پر نوم د مني څڅیدل د اومیندوارۍ لامل کیږي

لکه څرنګه چې ذکر شول، د ښځې له تناسلي غړي د سپرم په هر صورت تیریدل د اومیندوارۍ لامل کیږي. نو له همدې امله د فاضله موادو د خروج له ځایه، له نامه او له نورو لارو د اومیندوارۍ شونتیا نشته. په ځینو حالاتو کې مور زیږي نجونې د مقعد له لارې رحم ته سوری لري، چې د باردارۍ لامل کیدلای شي، خو دا ډیر کم پیښیدونکي پیښې دي او دغه ناروغي د جراحي عملیاتو له لارې درملنه کیدلای شي.

له بڼې او تللو څخه د باکرې نجلۍ تشخیصول

دا هم یوه بې بنسیټه خپره شوې ده، چې د یو چا له بڼې او تللو څخه دا مالومه کړو، چې نوموړې نجلۍ باکره ده او که یې د بکارت پرده له منځه تللې ده. ځکه هر شخص د بڼې او تللو لپاره ځانګړتیاوې لري، چې هیڅ ډول علمي فورموله شتون نلري، تر څو مشخصه کړو، چې څوک باکره ده او څوک نه ده باکره. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.