ادب

نه په زاړه باور لـــــــــــــــــرو او نه په نوي څراغ

نه په زاړه باور لـــــــــــــــــرو او نه په نوي څراغ

موږ  هغه څوك يو چي كورونه مو دي سوي څراغ

لمر كه مو مرستي ته راځي نــو هم سهار به راځي

ځئ چي د شپې جنګ ته ورواخلو پر ورغوي څراغ

ستا په پلو كي ده سپوږمۍ، ستا په امېل كي ستوري

ستا يې په څه كه په جهان كي وي كه نه وي څراغ

هغه هم وخت و چي دا كلى و په خلـــــــــــــكو ودان

اوس يې په هر كور كي د شپې بلـــــوي روي څراغ

دروېشه څه بلا  ورپېښـــــــه ده او څه ترې غواړي

د توري شپې په ګــــــــــــرېوانه لګوي خَوي څراغ

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.