ادب

د خپــــــــــــل سفر تر انتها پـــــــوري راورسېدم

د خپــــــــــــل سفر تر انتها  پـــــــوري راورسېدم

مخ ته به چـــــــــرته ځــــم تر تا پوري راورسېدم

ستا له اوربلــــــــه مي نظــر د زني خال ته راغى

زه د بلا نه تـــــــــــــــــــــــــر بلا پوري راورسېدم

زما پښتون غـــرور به نور څومره په خاورو لړې

ستا په يارۍ كي تــــــر ژړا پــــــــوري راورسېدم

نه دي د تور اوربل په توره تاريكه كي ورك شوم

نه دي د سپــــــــــين مخ تر رڼا پوري راورسېدم

دا چي رقيب ته مخامــخ شومه نو دا هم ښه شوه

دروېشه پاى خـــــــــو تر يو چا پوري راورسېدم

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.