اسلام

زینتي او ښایسته حجاب کارول

نازک ګلدار او زينتي حجاب اغوستل حال دا چې حجاب زينت نه ده بلکه د زينت لپاره پرده او پټونکی ده .

وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ...

او خپل ښايست دې بغیر له هغه چې ښکاره ده نه ښکاره کوي.

وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الاُوْلٰی

او په خپلو کورو کې اوسئ او د تير جاهليت وخت غوندې ځانونه مه لوڅوئ.

وَلاَيَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ

او پښې دې په زوره نه ږدي چې پټ کړی ښايست ښکاره نشي.

کله چې ښځه له جاهليت بې حجابي نه منع کيږي چې خپل بوټونه په ځمکه نه وهي څو يې پټ کړی زينت ښکاره نشي نو معلومه شوه چې ښځه به زينت نه ښکاره کوي ځکه چې دا د جاهليت تبرج ده د ښځې چې څومره لباس له فتنې نه خوندې وي همدومره افضل ده..

د ښځې لپاره هر هغه عمل منعه ده چې په هغه سره د خلکو توجه ورته راګرزي...لکه:

عطر وهل،تق تق والا بوټونه،زینتې غمي دار حجاب،بې ضرورته اواز پورته کول...او.......

حجاب باید ساده او د بدن او زینت پټونکی وي.

اوس خو کوشش دا ده چې مزین ښایسته حجاب اوغوندې چې د خلکو نظر ورته متوجه شي....

استغفرالله....

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

مختار فاروقي

مختار فاروقي ستر دیني عالم دی.