اسلام

د حیواناتو جنګول

د اسلام دين په حيواناتو باندې په رحم کولو ډير تأکید کړی.

رسول الله( صلی الله عليه وسلم) فرمايي: بَيْنَا رَجُلٌ يَمْشِي فَاشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَنَزَلَ بِئْرًا فَشَرِبَ مِنْهَا، ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا هُوَ بِكَلْبٍ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ، فَقَالَ: لَقَدْ بَلَغَ هَذَا مِثْلُ الَّذِي بَلَغَ بِي، فَمَلأَ خُفَّهُ، ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ، ثُمَّ رَقِيَ، فَسَقَى الْكَلْبَ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ، فَغَفَرَ لَهُ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِي الْبَهَائِمِ أَجْرًا؟ قَالَ: «فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ.

رسول الله( صلی الله عليه وسلم) فرمايلي :يو ورځ يو کس مزل کاوه او هغه ( د مزل په وخت کې ) سخت تږی شو يوه کوهي ته ورکته شو او له هغه نه يې اوبه وچکلې او راپورته سو. ګوري چې يو سپی د سختې تندې خپله ژبه را ويستلي او خاورې خوري ( له ځانه سره يې ) وويل : دا سپی هم داسې تږی ده لکه زه چې تږی وم (بیا کوهي ته کته شو ) خپله موزه يې له اوبو ډکه کړه هغه يې په خوله کې و نيوله او له راپوته شو او سپي ته يې اوبه ورکړي .الله تعالی له هغه نه راضي شو او د هغه ګناهونه يې و بښل صحابوو وويل : ای رسول الله ! الله تعالی مونږ ته د حيواناتو سره د نيکی په کولو سره هم اجر را کوي ؟

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و فرمايل :د هر ذی روح سره نيکي کول ثواب لري.

د حيواناتو جنګول :شريعت په حيواناتو باندې ظلم کول د هغو په جنګول اچول او د هغو نښه او هدف ګرځول حرام کړي دي .

فقه السُنه ليکي :رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د حيواناتو جنګول يو بل ته د هغوی تحريکول منع کړي دي د ابن عباس( رضی الله عنه) نه روايت ده چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د حيواناتو يو بل ته تحريکول او د هغه جنګول داسې منع کړی دي لکه د حيواناتو په نښه کول يې چې منع او حرام کړی دي .

رسول اللَّه( صلَّى اللَّه عليْه وسلَّم) فرمايلي: عُذِّبَتْ امْرَأَةٌ فِي هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايی :يوې ښځې پشۍ بندي کړي وه چې نه يې هغې ته د خوراک شی ورکول او نه د چښاک او نه يې خوشي کوله چې د ځمکې نه څه و خوري.هغه پشۍ له لوږې مړه شوه (ددې ظلم په وجه) هغه ښځه دوزخ ته لاړه .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أنَّهُ مَرّ بِنَفَرٍ نَصَبُوا دَجَاجَةً يَرْمُونَهَا. فَلَمَّا رَأَوْهُ تَفَرَّقُوا عَنْهَا، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: مَنْ فَعَلَ هَذَا؟ إِنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَعَنَ مَنْ فَعَلَ هَذَا .

له ابن عمر( رضی الله عنهما) نه روايت ده چې هغه د يوې ډلې نه تيردلو چې هغوی چرګ هدف او نښه کړی وو او د هغه په طرف يې غشي ويشتل کله چې هغوی ابن عمر وليد تيت شول ابن عمر وويل :دا کار چا کړی ده ؟ څوک چې دا کار وکړي رسول الله( صلی الله عليه وسلم) په هغوی باندې لعنت ويلی.

لعنت د سختو ګناهو لپاره استعمال شوی مطلب يې دا ده چې څوک له دغه ګناه نه توبه و نه باسي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغوی ته ښیرا کړی ده چې د الله تعالی د رحمت نه دې لرې وي .

د حيواناتو په نښه کول او جنګول حرام او د ظلم عمل ده .

د حيواناتو جنګولو په لوبو کې د شرط او پيسو ايښودل هم قمار ده.

د حيواناتو جنګول د کافر قوم ميراث ده :دا د ظلم عمل چې بې خولی او ژبې حيوانات يو د بل په مقابل کې تحريک او جنګوي ، دغه حيوانات په سرو وينو ککړ ، زخمې بدن نه دوی خوند اخلي د کافر قوم ميراث ده چې وروسته د دين نه نا خبره مسلمانانو کې رواج شوی ده.

په دې ګناه کې یې سيل کوونکي هم داخل ديځکه چې دوی په دغه د ظلم عمل باندې راضي او خوښ دي

إِذَا عُمِلَتِ الْخَطِيئَةُ فِي الْأَرْضِ كَانَ مَنْ شَهِدَهَا فَكَرِهَهَا ، وَقَالَ : مَرَّةً أَنْكَرَهَا كَانَ كَمَنْ غَابَ عَنْهَا وَمَنْ غَابَ عَنْهَا فَرَضِيَهَا كَانَ كَمَنْ شَهِدَهَا.

کله چې په یوه ځمکه کې ګناه وشي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دي چه هلته موجود نه وي ( يعنی دوی نه د دغه ګناه باره کې پوښتنه نه کيږي ) او چې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدې ګناه راضي وي نو هغوی د هغې خلکو په شان دي کوم چه دغه ځای کې اوسي (دوی په هغه ګناه کې شريک وي ).

رواه البخاري ( ۲۲۳۶ )، مسلم ( ۲۲۴۲) او ابن کثير ۳ / ۹۱

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

مختار فاروقي

مختار فاروقي ستر دیني عالم دی.