افغان پرمختګ ویب پاڼه

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.

زموږ پالیسي

ددې لپاره چې وطنوال او لوستونکي زموږ د پالیسي او تګلارې په اړه ښه پوه شي، نو لاندې څو ټکو ته دې مراجعه وکړي:
۱- دا چې افغان پرمختګ ویبپاڼه یوه خپلواکه او شخصي شتمني ده، نو د تمویل لپاره به له هیڅ ادارې څخه د مرستې په شکل پیسې قبولې نه کړي. زموږ ډله به تل ملي ارزښتونو ته اولیتونه ورکوي او په هیڅ صورت کې به هم د ملي ګټو پر خلاف کړنه ونکړو. ۲- موږ به یواځې د اعلانونو په واسطه له شرکتونو او اړونده دولتي، غیرې دولتي او نړیوالو موسسو څخه د پالیسي مطابق پیسې اخلو. موږ د اعلان تر مخه اول خپلې پیسې ترلاسه کوو او بیا ستاسې اعلان خپروو. پیسې باید زموږ بانکي حساب ته واستول شي او بیا اعلان ترسره کیږي. د کورپاڼې اول، دوهم او دریم اعلان په څلورویشت ساعته کې په زر افغانۍ او یا هم د هغه معادل ترسره کیږي. د فرعي برخو اعلانونه د څلور ویشت ساعته لپاره په ۵۰۰ افغانۍ او یا هم د هغه په معادل پیسو ترسره کیږي. د نرخونو دا پالیسي یواځې د اوس لپاره ده، کیدای شي، په راتلونکي کې بیا نوې شي. هغه اعلانونه چې په دغه ویب پاڼه کې خپریږي، باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
الف: دیني شعایرو ته پکې سپکاوی نه وي شوی.
ب: خلکو او ډلو ته پکې سپکاوی نه وي شوی.
ج: د هغه شي خرڅلاو د افغانستان په اساسي قانون کې جواز ولري.
۳- موږ د افیلیټaffiliate خدمتونه هم ترسره کوو، خو په دې شرط چې د شرکت مواد قانوني، او ښه کیفیت واله وي. په هغه صورت کې پر یوه لیکنه دوه زره افغانۍ اخستل کیږي. که تاسې د خپل نوي چاپ شوي کتاب اعلان خپروئ، نو په هغه صورت کې له تاسې د یوه معرفت لپاره زر افغانۍ اخستل کیږي.
۴- ستاسې لیکنې به ستاسې پر نوم ستاسې پر خوښه خپریږي او د هرې لیکنې مسولیت د هغه د لیکوال دي، زموږ اداره د نورو لیکوالانو د لیکنو مسولیت پر غاړه نه اخلي.
۵- زموږ اداره یواځې د خپلو لیکل شویو لیکنو له لیکنو سپیناوی کوي.
۶- هر څوک چې سرچینه ذکر کړي، زموږ له مالوماتو ګټه اخستلای شي، خو د سرچینې له ذکر پرته د موادو کاپي کول ادبي غلا ګڼل کیږي او پر وړاندې به یې قانوني ګامونه اخلو.
۷- موږ د فتوا حق نلرو، نو ځکه هر څوک چې وژل کیږي، موږ ورته د مړه کلیمه کاروو. د شهید کلیمه موږ یوه لوري ته هم نه کاروو، ځکه که دا کار وکړو، نو بیا زموږ بې پرې توب له ګواښ سره مخامخ کیږي.
۸- موږ هغو لیکوالو ته د لیکنو په بدل کې پیسې هم ورکو، چې له موږ سره یې ۱۵ کره لیکنې د نشر اجازه تر لاسه کړي. له یاد شمیر لیکنو وروسته به د هرې لیکنې پر مقابل کې ۵۰ افغانۍ ورکول کیږي، په هغه صورت کې چې د لیکنې کلیمې یې تر ۱۰۰۰ تورو کمې نه وي، خو یاده لیکنه یې باید پر بله رسنۍ نه وي خپره شوې. له بل ځای څخه غلا شوې نه وي او که ژباړل شوې وي، نو اصلي سرچینه باید ذکر شوې وي. کله چې موږ له چا لیکنه رانیسو نو هغه زموږ ملکیت دی بیا یی په نورو رسنیو شریکولای شي، خو مستقیما یی نشي نشرولای. موږ هغه لیکنې او مقالې رانیسو، چې منځپانګه ولري، کلیمات یی سم وي، لیک نښې او معیار په کې په نظر کې نیول شوی وي. زموږ پالیسې د جوړجاړي وړ نده او په هر حالت کې موږ د خپلې پالیسې او تګلارې عملي کولو ته تیار او ژمن یو......

ادرس
  • کندهار, افغانستان.
  • 783270357 93+
  • afghanprogress2020@gmail.com
  • afghanprogress@yahoo.com